جمعه 8 دلو 1400
  • Login
د افغانستان اسلامي امارت
  • کور
  • خبرونه
    • د هیواد او نړۍ مهمې پیښې
    • د ورځې خبره
    • د ورځې خبرې
  • مقالې
    • اقتصاد
    • د اونۍ تبصره
  • لیکنې او آندونه
  • جنګي جنایتونه
  • ابدي ژوندي
  • بیلابیلې لیکنې
  • اعلامیه ،تبصره،مرکه،
  • انځوريز راپورونه
    • اصدارات او ويډيويي راپورونه
    • مرکې او راپورونه
  • ځانګړي پانې
  • شعر او ادب
  • ولایتونه
    • هلمند
    • کندهار
    • فارياب
    • دايکنډي
    • بغلان
    • خوست
    • جوزجان
    • اروزګان
    • بادغيس
    • تخار
    • باميان
No Result
View All Result
  • کور
  • خبرونه
    • د هیواد او نړۍ مهمې پیښې
    • د ورځې خبره
    • د ورځې خبرې
  • مقالې
    • اقتصاد
    • د اونۍ تبصره
  • لیکنې او آندونه
  • جنګي جنایتونه
  • ابدي ژوندي
  • بیلابیلې لیکنې
  • اعلامیه ،تبصره،مرکه،
  • انځوريز راپورونه
    • اصدارات او ويډيويي راپورونه
    • مرکې او راپورونه
  • ځانګړي پانې
  • شعر او ادب
  • ولایتونه
    • هلمند
    • کندهار
    • فارياب
    • دايکنډي
    • بغلان
    • خوست
    • جوزجان
    • اروزګان
    • بادغيس
    • تخار
    • باميان
No Result
View All Result
د افغانستان اسلامي امارت
No Result
View All Result
Home کلني ځانګړي عملیات الفتح جهادي عملیات

د کندهار والي په مشرۍ د اقتصادي شورا نوبتي غونډه جوړه سوه

by قاري یوسف احمدي
1400-11-07
in الفتح جهادي عملیات, خبرونه, د هیواد او نړۍ مهمې پیښې, کندهار
0 0
0
0
SHARES
5
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 

د چهارشنبې په ورځ ماپښین د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ داځلي د اقتصادي شورا نوبتي غونډه د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني د غونډو په تالار کي جوړه سوه، چي پکښي ددې شورا د ټولو غړیو ترڅنګ د هیواد په کچه نامتو سوداګر حاجي محمد میرزا کټوازي او د افکو کمپنۍ رئیس محمودخان کرزي هم ګډون کړی وو.

اړوندپوسټونه

فاریاب:در یک حادثه ترافیکی چهارتن به شمول مفتی محمد اسحاق رئیس دارالعلوم امام ابوحنیفه جان باختند

غزني والي: د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په موخه باید قرارداد شوي شرکتونه او دولتي ادارې لا هم همغږې وي

یـڪ جـلـسـہ در مـقـام ریـاسـت استـخـبارات ولایـت سـرپـل دایـر گـردیـد.

ددې غونډي په پيل کي د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس حاجي محمدصدیق مهمند لومړی کندهار والي، د اقتصادي شورا ټولو غړیو او راغلیو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د ټولو سوداګرو په استازیتوب یې کندهار والي ته ډاډ ورکړ، چي ټول سوداګر او صنعت‌کاران د ا،ا،امارت ترڅنګ ولاړ دي او خپله ټوله پانګه اچونه به همدلته په هیواد دننه وکړي او د خپلو خبرو به دوام یې د ا،ا،امارت له مشرتابه څخه وغوښتل، چي په هره برخه کي سوداګرو او صنعت‌کارانو ته ځانګړې پاملرنه ولري، ترڅو په صادراتو کي زیاتوالی راسي.

په دوهم قدم کي د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله اقتصادي شورا ته د تېري غونډي راپور وړاندي کړ، چي وروسته د جامعه عمر لپاره د حساب بیا پرانیستل کېدو موضوع غونډي ته وړاندي سوه، چي په اړه یې د ټولو سوداګرو او صنعت‌کارانو په استازیتوب د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئيس حاجي محمدصدیق مهمند وویل، تېر ځل د کندهار جامعه عمر د جوړېدو ډېري پيسې د سوداګرو له لوري ورکړل سوې، چي ټولي یې بې‌ځایه په مصرف ورسېدې، چي په خبره یې سوداګر بیا هم په دې برخه کي پوره همکار دي.

ورپسې د سهامي شرکتونو اړوند موضوع غونډي ته وړاندي سوه، چي لومړی د کندهار د سوداګرۍ خوني لومړي مرستیال حاجي محمدداود قادري له ټولو سوداګرو وغوښتل، چي په هیواد دننه پانګه اچونه وکړي او د هیواد ګڼو ځوانانو ته کاري چاپېریال برابر کړي او وروسته یې د یادي موضوع په اړه وویل، د معدنونو په برخه کي په سلهاوو قراردادونه نورو ولایتونو ته ورکړل سوي، خو کندهار له دې سهم څخه بې‌برخي سوی، چي په خبره یې غواړو د ا،امارت د ټولو اُصولو په رڼا کي د معدونونو په برخه کي کار وکړو؛ ځکه نړیوال معدونونو ته زیاته اړتیا لري او په کندهار کي معدن په پراخه کچه زیات دي او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې د سهامي شرکتونو په پرمختګ کي د ملي بانک همکاري اړینه وبلله.

د اقتصادي شورا په غونډه کي د عینومیني د اوسني وضعیت په اړه هم خبري وسوې، چي په اړه یې د افکو کمپنۍ مشر محمودخان کرزي وویل، د ا،ا،امارت په راتګ سره هرڅه سم دي، د بشپړ امنیت فضاء ده او د خوښۍ ځای دئ، چي ټولي چاري په ښه ډول مخته ځي او د خپلو خبرو په دوام یې وویل، بانکونو کي د پيسو په برخه کي یوشمېر ستونزو په عینومینه کي د نویو ودانیو او سړکونو جوړېدو چاري له ستونزو سره مخ کړي او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې د ا،ا،امارت له مسئولینو څخه وغوښتل، ترڅو د هغو خلګو مخه ونیسي، چي پیسې له هیواد بهر باسي او هلته یې بې‌ځایه مصرفوي.

له هغه وروسته غونډي ته د صرافانو د ضمانت موضوع وړاندي سوه، چي په اړه یې د صرافانو د اتحادیې رئیس حاجي قندي آغا وویل، د افغانستان بانک د پرېکړي له مخي له صرافانو څخه د ضمانت په موخه سل لکه افغانۍ اخیستل کیږي او پنځوس لکه نغدي پیسې به د دوی تجرۍ ته ورکوو، چي په خبره یې دا د صرافانو په توان کي نه ده او د اقتصادي شورا له ټولو غړیو څخه یې وغوښتل، ترڅو د صرافانو لپاره په هره برخه کي اسانتیاوي رامنځته کړي، ترڅو همدلته په هیواد دننه خپلي پانګي اچوني ته دوام ورکړي.

پنځمه موضوع غونډي ته د اُطاقونو د یوه ګډ بورډ د جوړېدو وړاندي سوه، چي د اقتصادي شورا غړي حاجي عبدالاحد صدیقي لومړی په خپلو خبرو کي وویل، د ا،ا،امارت په راتګ سره د سوداګرۍ په برخه زیاتي ستونزي له منځه تللي دي او هم پکښي پنځوس سلنه پرمختګ سوی، خو یوازینۍ ستونزه د بانکونو په برخه کي ده او د یادي وړاندي سوي موضوع په اړه یې وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمه کي باید یوه ګډه کمېټه جوړه کړل سي، ترڅو د سوداګرۍ په برخه کي پېښېدونکو ستونزو ته ژر تر ژره رسیده‌ګي وکړل سي.

له هغه وروسته د صنعتي پارک د برېښنا رئيس غلام‌محمد کریمي د صنعتي پارک د برېښنايي ستونزو په اړه معلومات غونډي ته وړاندي کړل، چي زیاته یې کړه، دوی ته په ۲۴ ساعتونو کښي د کجکي له برېښنا څخه یوازي لس ساعته برېښنا ورکول کیږي، چي دې چاري د فابریکو د کارونو مخه نیولې او له مسئولینو څخه یې وغوښتل، ترڅو د فابریکو د فعالیت په برخه کي دې چاري ته ځانګړې توجه وکړي، چي په اړه یې د کندهار د برېښنا رئیس ملا‌محمد حنیف همزه وویل، د کجکي د برېښنا ستونزه حل سوې، یوه میاشت وروسته به پر کندهار برېښنا تر دې هم زیاته سي او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې ټولو سوداګرو ته د هرډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

همدا راز غونډه کي د پورتنیو موضوعاتو ترڅنګ د مالیاتو او بیلانس، د کندهار ولایت د ابتدايي محکمې دېوان تجارت، د ښار د سرسبزۍ او د بانکونو د ستونزو په اړه بحث او خبري وسوې، چي د پورتنیو موضوعاتو ترڅنګ پر یادو موضوعاتو هم د کندهار والي په مشرۍ ځانګړي پرېکړي وسوې.

ددې ټولو موضوعاتو وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی له ټولو سوداګرو او صنعت‌کارانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د ا،ا،امارت سره اوږه په اوږه ولاړ دي او په خپلو خبرو کي یې ټولو سوداګرو او صنعت کارانو ته د هرډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ او زیاته یې کړه، چي سوداګر او صنعت‌کاران باید په خپلو کارونو کي څو چنده زیاتوالی راولي؛ ځکه اوس په بشپړه توګه امنیت دئ او په پراخه کچه د کار کولو زمینه برابره ده.

د یادي غونډي په وروستیو کي د هیواد په کچه نامتو سوداګر حاجي محمد میرزا کټوازي هم خبري وکړې، هغه وویل، موږ او نړیوال سوداګر دې ته پوره چمتو یو، ترڅو په مسلکي توګه د معدونونو د راایستلو په برخه کي پوره پانګه اچونه وکړو، چي په خبره یې ددې لاري د ورځي تر پنځوس میلیونه ډالره زیات عواید د ا،ا،امارت ته راتلای سي.

چهارشنبه: ۱۳۴۳/۶/۲۳

ShareTweetShareShareSendSendShareSharePin

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Previous Post

امریکا: د ناقانونه کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۳۹ کسان نادرکه شوي

Next Post

جلسه کمیته انکشافی ولایتی(PDC )تحت ریاست والی سرپل و رؤسا، آمرین، نماینده های محترم ادارات دولتی در سالون جلسات مقام ولایت تدویر یافت.

قاري یوسف احمدي

Next Post

جلسه کمیته انکشافی ولایتی(PDC )تحت ریاست والی سرپل و رؤسا، آمرین، نماینده های محترم ادارات دولتی در سالون جلسات مقام ولایت تدویر یافت.

  • Trending
  • Comments
  • Latest
معین آبیاری و منابع طبیعی روند توزیع گندم در مقابل کار در کول حشمت خان را افتتاح کرد

معین آبیاری و منابع طبیعی روند توزیع گندم در مقابل کار در کول حشمت خان را افتتاح کرد

1400-08-30
د بګرام حماسه او د امریکا د ازادي لمانځل!

د بګرام حماسه او د امریکا د ازادي لمانځل!

1400-05-04
له کلونو وروسته د سعودي عربستان جګپوړی پلاوی قطر ته په رسمي سفر تللی دی

له کلونو وروسته د سعودي عربستان جګپوړی پلاوی قطر ته په رسمي سفر تللی دی

1400-09-18
د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت مالي او اداري معين معرفي شو

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت مالي او اداري معين معرفي شو

1400-09-09

Elit eget tincidunt condimentum

0

Maecenas mattis, tortor ut posuere aliquam

0

Praesent adipiscing mi eget ipsum imperdiet

0

دقيقة فى افضل الملاعب

0

فاریاب:در یک حادثه ترافیکی چهارتن به شمول مفتی محمد اسحاق رئیس دارالعلوم امام ابوحنیفه جان باختند

1400-11-08

غزني والي: د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په موخه باید قرارداد شوي شرکتونه او دولتي ادارې لا هم همغږې وي

1400-11-08

یـڪ جـلـسـہ در مـقـام ریـاسـت استـخـبارات ولایـت سـرپـل دایـر گـردیـد.

1400-11-08

ارزګان کي ۳۰ تنو زده کوونکو د انګلیسي ژبي د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

1400-11-08

ابدي ژوندي

فاریاب:در یک حادثه ترافیکی چهارتن به شمول مفتی محمد اسحاق رئیس دارالعلوم امام ابوحنیفه جان باختند

1400-11-08

غزني والي: د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په موخه باید قرارداد شوي شرکتونه او دولتي ادارې لا هم همغږې وي

1400-11-08
د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت

ډاکټر محمد نعيم ټويټر

قاري محمد يوسف احمدي ټويټر

ذبیح الله مجـــــاهـــــد ټويټر

د دې ویب پاڼې ټول مادي او معنوي حقوق د افغانستان اسلامي امارت لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور

د دې ویب پاڼې ټول مادي او معنوي حقوق د افغانستان اسلامي امارت لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

-
00:00
00:00

Queue

Update Required Flash plugin
-
00:00
00:00