جمعه 8 دلو 1400
  • Login
د افغانستان اسلامي امارت
  • کور
  • خبرونه
    • د هیواد او نړۍ مهمې پیښې
    • د ورځې خبره
    • د ورځې خبرې
  • مقالې
    • اقتصاد
    • د اونۍ تبصره
  • لیکنې او آندونه
  • جنګي جنایتونه
  • ابدي ژوندي
  • بیلابیلې لیکنې
  • اعلامیه ،تبصره،مرکه،
  • انځوريز راپورونه
    • اصدارات او ويډيويي راپورونه
    • مرکې او راپورونه
  • ځانګړي پانې
  • شعر او ادب
  • ولایتونه
    • هلمند
    • کندهار
    • فارياب
    • دايکنډي
    • بغلان
    • خوست
    • جوزجان
    • اروزګان
    • بادغيس
    • تخار
    • باميان
No Result
View All Result
  • کور
  • خبرونه
    • د هیواد او نړۍ مهمې پیښې
    • د ورځې خبره
    • د ورځې خبرې
  • مقالې
    • اقتصاد
    • د اونۍ تبصره
  • لیکنې او آندونه
  • جنګي جنایتونه
  • ابدي ژوندي
  • بیلابیلې لیکنې
  • اعلامیه ،تبصره،مرکه،
  • انځوريز راپورونه
    • اصدارات او ويډيويي راپورونه
    • مرکې او راپورونه
  • ځانګړي پانې
  • شعر او ادب
  • ولایتونه
    • هلمند
    • کندهار
    • فارياب
    • دايکنډي
    • بغلان
    • خوست
    • جوزجان
    • اروزګان
    • بادغيس
    • تخار
    • باميان
No Result
View All Result
د افغانستان اسلامي امارت
No Result
View All Result
Home ولایتونه

د بګرام حماسه او د امریکا د ازادي لمانځل!

by حمزه حسیني
1400-05-04
in ولایتونه
0 0
0
د بګرام حماسه او د امریکا د ازادي لمانځل!
0
SHARES
106
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ارمان
هرکال د جولای په ۴ مه نېټه امریکا کې د ازادي ورځ لمانځل کېږي، په ټولو لویو ښارونو کې ځانګړې غونډې جوړېږي، سږ کال هم امریکا خپله د ازادي ”۲۴۵“ مه ورځ ولمانځله ځکه په دې ورځ امریکا په ۱۷۷۶ ز کې له برتانیې څخه ازادي ترلاسه کړې ده.
سږ کال چې د امریکا د ازادي ورځ د جولای په ۴ مه نېټه لمانځله د نورو کلونو په پرتله یې یو توپیر دا درلود چې د یادې نېټې څخه دوه ورځې وړاندې یعنې د جولای په ۲ مه نېټه امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو لویه پوځي اډه په داسې حال کې خالي کړې وه چې په شپه، شپه کې یې په پټه خپل پوځیان امریکا ته انتقال کړي وو.
د بي بي سي پښتو یوه ښځینه خبریاله چې بګرام ته لاړه وه، پخپل راپور کې وايي: د ۴۵ څلویښت کیلو مترو په مساحت کې له جوړې پوځې اډې څخه چې امریکا به یو وخت په افغانستان کې شل کلنه جګړه مدیریت کوله اوس هلته یو امریکا پوځي هم شتون نلري، اجیر رژیم ورته وايي: امریکایان وفادار خلک نه وو، د شپې په یوولس بجو پورته شول، په هواکې یې پشین ګان خوشي کړل او لاړل، د هغه وروسته عام خلک هوايي ډګر ته ننوتي وو کله چې موږ راغلو ومو لیدل چې څراغان یې ښکته کړي وو، موټران چې څومره وو ټول یې چالان کړي وو،چې په ځینو کې تیل خلاص شوي وو او خاموش شوي وو او ځیني لا چالان وو.
دا راپور ښيي چې یو خو امریکایان پخپلو روزل شویو عسکرو باندې دومره زیات بې باوره وو چې ترې د رخصت یا مخه ښه ویلو پرته لاړل دویم جوتوي چې امریکایان زیات ډارن اوبزدل دي د وتلو په مهال ورباندې د ډار خپسه دومره ختلې وه چې په پټه خوله ترې ووتل او وتښتېدل.
د یوولسم ستمبر وروسته چې امریکا په افغانستان یرغل وکړ، له هغه راهیسې شل کاله وشول چې امریکا په خپل ټول عصري ځواک سره کوښښ وکړ چې افغانستان خپل مستعمره هیواد وګرځوي اوخلک یې د ځان غلامان کړي، لیکن د افغان ولس اصیلو بچیانو (طالبانو او مجاهدینو) د افغانستان اسلامي امارت په قیادت کې دهغوی په دې ارمانونو باندې خاورې واړولې او لکه د انګریزانو او شورویانو یې دوی ته هم عبرت ناک شکست ورکړ او اخر مجبور شول چې خپل منحوس اشغال یې پای ته ورساوه.
د پام وړ نکته داده چې امریکا د خپلې ازادي ورځې د لمانځلو څخه دوه ورځې وړاندې خپل ټول پوځیان له بګرام څخه وویستل د کتونکو په اند: دا د امریکا د شکست هغه نښه ده چې د خپلې ازادي ورځې څخه یې یوه ورځ وړاندې په برخه شوه او بل ښکاره شوه چې د مادي او ایمان ترمنځ په شل کلن ټکر کې آخر ایمان مادي ته شکست ورکړ، ځکه یو لور ته پرمختللې ټیکنالوجي وه، پریمانه پیسې او بې درېغه وسايل وو، بل پلو ته نهایتي فقر و مسکنت او خوداري وه، لویه موډرنه وسله ایمان و، چې په درلودو یې طالبان او مجاهدین د خپل راتلونکي بري څخه ډاډمن وو، داسمه ده چې امریکا هم په ظاهره د خپلې بریا دعوه لري خو په نړۍ کې هر د شعور خاوند پوهیږي چې کوم لوری فاتح دی او کوم مفتوح؟ لیکن د دې حقیقت نه امریکا او ناټو هم انکار نشي کولی چې هغوی افغانستان کې جهادي مقاومت کمزوری نه کړای شو، بلکې دامریکا یانو د شتون پر خلاف د ۲۰۰۱ ز په پرتله اوس مهال مجاهدین زیات پیاوړي او غښتلي شوي دي، د هغوی په ځواک کې زیاتوالی راغلی دی، د امریکا لویه تیروتنه داوه چې په افغانستان یې د یرغل اشتباه وکړه او نه یوازې پخپله راغلل بلکې له ځان سره یې نور څه کم پنځوس هیوادونه هم د پوځونو او وسلو سره راوستل او دلته یې له ځان سره ښکېل کړل، په تېرو شلو کلونو کې هغوی هم دامریکا د بري لپاره پخپل ټول توان سره جنګونه وکړل، بې درېغه و حشتونه یې وکړل لیکن نتیجه کې یې د شکست پرته بل څه ترلاسه نه کړل، چې په دې توګه امریکا نه یوازې خپل ځان، خپل هیواد او خپل تاریخ لپاره د خجالت مډال ترلاسه کړ بلکې هغو نوروهیوادونو ته یې هم شرمونکي مډالونه ورکړل کوم چې ورسره په بدرګه د طالب او مجاهد په وژلو پسې راغلي وو.
دا یوڅرګند تاریخي حقیقت دی چې په تیرو شلو کلونو کې افغان ولس ښه په کلکه او په نره د امریکا او ورسره دراغلو هیوادونو سره ډغره ووهله، پرې سخت او تندریز بریدونه یې وکړل، چې په سبب یې د سر و مال درانه زیانونه ولیدل، هغوته په کتو سره ‌ډیری هیوادونو وړاندې خپل پوځیان وویستل هغوی امریکا ته دامشوره هم ورکړې وه چې افغانستان کې جنګ ګټلی نشي، ښه داده چې وخت په سر جنګ پای ته ورسوي خو امریکا نه منله او څو کاله یې تر ډیره په یوازې سر هم جګړه جاري وساتله بالاخر امریکا هم ستومانه شوه یو لور ته د جګړې په ډګر کې یې ځاني تلفات او مصارف ورځ تر بلې زیاتېدل او بل لور ته د امریکا دننه د جګړې ضد خلکو سلنه هم ختله او همدا راز په نړیواله سطحه هم امریکا باندې فشار و چې په جنګ کې بری نشي تر لاسه کولی ښه داده چې جګړه پای ته ورسوي، نو هغه و چې امریکا لاسونه پورته کړل او اسلامي امارت ته یې دخبرو بلنه ورکړه.
څنګه چې د افغانستان اسلامي امارت له لومړۍ ورځې نه د خبرو طرفدار و او ټینګار یې لاره چې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي، نو ورسره یې خبرو کولو ته خپل چمتوالی اعلان کړ د کوم په ترڅ کې چې د ۲۰۲۰ز کال د فروري په ۲۹ مه نېټه په دوحه کې دواړو لوریو ترمنځ د اشغال پای ته رسولو هوکړه لاسلیک شوه، د کومې په ترڅ کې چې امریکایانو کرار، کرار د خپلو پوځیانو ویستل شروع کړل چې دا دی ورستۍ برخه یې د بګرام له هوائي ډګره هم په یاده نېټه د شپې په پټه ووته.
خبره مو د امریکا د ازادي ورځې د لمانځلو کوله چې امریکا سږکال خپله د ازادي ورځ په داسې حال کې ولمانځله چې ورڅخه یوه ورځ وړاندې یې افغانستان کې داشغال له پیله مهمه پوځي اډه بګرام تخلیه کړې وه، او ترې په پټه توګه یې خپل ځواکونه ویستلي وو نو ضرور به چې کله هغوی د خپلې ازادي په ماضي خبرې کولې ترڅنګ به یې افغانستان کې شکست هم یاد کړی وي او دشونډو د لاندې به یې یو بل ته ډیر څه ویلي وي…. چې نن موږ ازادي لمانځو؟ ایا پرون د بګرام نه راتښتیدلي نه یو؟ زه وایم که امریکايي واکمن اخلاقي همت لرلی باید د خپلې ازادي لمانځلو په ورځ یې دا عهد کړی وای چې بیا به د نړۍ د هیڅ ازاد ولس دغلامولو په بدنیت په کوم هیواد باندې یرغل نهکوي!! لیکن د امریکا نه دا تمه کول عبث ده چې هغه به د دې تاریخي شکست نه عبرت واخلي اوتیر اشتباهات به بیا نه تکراروي ځکه دا لومړی ځل نه دی چې امریکا یوه جګړه بایلي او په شرمنده توګه ترې تښتي د دینه وړاندې هم امریکا په نړۍ کې ۲۲۰ ځله د نړۍ په خپلواکو هیوادونو یرغلونه کړي دي او بیا د اشغال د بد هوس ارمانونه یې هم هلته خاورې ایرې شوي دي لکه تازه چې امریکا با وجود د خپل تاریخ د لویې جګړې له ارمانونو سره یوځای بیرته لاړه او په مقابل کې یې افغان ولس تاریخي بری ترلاسه کړ په پای کې یوځل بیا خپل پخوانی دریځ تکراروم چې امریکا د بشریت هغه دښمن هیواد دی چې د ټولې نړۍ په وسایلو او شتمنیو د قبضې کولو ارمان لري لیکن دا ارمان به یې کله هم پوره نشي هم داسې به وهل کېږي او شړل کېږي به؛ لکه په تېرو دوه لسیزو کې چې افغانانو ووهله او….

له مورچل مجلې څخه په مننې.

اړوندپوسټونه

ارزګان کي ۳۰ تنو زده کوونکو د انګلیسي ژبي د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

دارزګان والی محترم حاجی ملامحمدخان دعوت صاحب دیو شمیر دینی علماء کرامو سره وکتل.

مردم ولایت بادغیس ازتخریب پروژه شبکه آبرسانی ملیون دالری آب آشامیدنی مرکزالی ولسوالی قادس نگرانی دارند.

ShareTweetShareShareSendSendShareSharePin

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Previous Post

هرات : غوریان کې ۳  ډبې شراب ضبط او ووسوځول شول

Next Post

کندهارښارکې ګوډاګیانو د عامه خلکو دسپرلۍ موټر ویشتلی پکې ۲ښځې ۳نارینه زخمیان ۴تنه شهیدان شوي

حمزه حسیني

Next Post

کندهارښارکې ګوډاګیانو د عامه خلکو دسپرلۍ موټر ویشتلی پکې ۲ښځې ۳نارینه زخمیان ۴تنه شهیدان شوي

  • Trending
  • Comments
  • Latest
معین آبیاری و منابع طبیعی روند توزیع گندم در مقابل کار در کول حشمت خان را افتتاح کرد

معین آبیاری و منابع طبیعی روند توزیع گندم در مقابل کار در کول حشمت خان را افتتاح کرد

1400-08-30
د بګرام حماسه او د امریکا د ازادي لمانځل!

د بګرام حماسه او د امریکا د ازادي لمانځل!

1400-05-04
له کلونو وروسته د سعودي عربستان جګپوړی پلاوی قطر ته په رسمي سفر تللی دی

له کلونو وروسته د سعودي عربستان جګپوړی پلاوی قطر ته په رسمي سفر تللی دی

1400-09-18
د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت مالي او اداري معين معرفي شو

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت مالي او اداري معين معرفي شو

1400-09-09

Elit eget tincidunt condimentum

0

Maecenas mattis, tortor ut posuere aliquam

0

Praesent adipiscing mi eget ipsum imperdiet

0

دقيقة فى افضل الملاعب

0

فاریاب:در یک حادثه ترافیکی چهارتن به شمول مفتی محمد اسحاق رئیس دارالعلوم امام ابوحنیفه جان باختند

1400-11-08

غزني والي: د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په موخه باید قرارداد شوي شرکتونه او دولتي ادارې لا هم همغږې وي

1400-11-08

یـڪ جـلـسـہ در مـقـام ریـاسـت استـخـبارات ولایـت سـرپـل دایـر گـردیـد.

1400-11-08

ارزګان کي ۳۰ تنو زده کوونکو د انګلیسي ژبي د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

1400-11-08

ابدي ژوندي

فاریاب:در یک حادثه ترافیکی چهارتن به شمول مفتی محمد اسحاق رئیس دارالعلوم امام ابوحنیفه جان باختند

1400-11-08

غزني والي: د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په موخه باید قرارداد شوي شرکتونه او دولتي ادارې لا هم همغږې وي

1400-11-08
د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت

ډاکټر محمد نعيم ټويټر

قاري محمد يوسف احمدي ټويټر

ذبیح الله مجـــــاهـــــد ټويټر

د دې ویب پاڼې ټول مادي او معنوي حقوق د افغانستان اسلامي امارت لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور

د دې ویب پاڼې ټول مادي او معنوي حقوق د افغانستان اسلامي امارت لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

-
00:00
00:00

Queue

Update Required Flash plugin
-
00:00
00:00